د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د تشکیل له د ننه څخه به د انسان تښتونکو او اختطافیچانو سره د مبارزې واحده اداره رامنځ ته کړی شي.
د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د تشکیل له د ننه څخه به د انسان تښتونکو او اختطافیچانو سره د مبارزې واحده اداره رامنځ ته کړی شي.
د خبر له مخې ښاغلي صالح دغه څرګندونې نن پنشنبې د مرغومي ۱۱ مه د شپږنیمو تر غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه کړې دي.
ښاغلي صالح ویلي، څړنې ښي، چې د انسان تښتونکو او اختطافچیانو سره د مبارزې اوسنۍ کړنلاره ځینې تشې او ستونزې لري، چې مجرمین له همدې تشو ګټه اخلي.
دی وايي، همدې ته په کتو ټاکل شوې، چې د تشکیل له د ننه څخه د انسان تښتونکو او اختطافیچانو سره د مبارزې واحده اداره رامنځ ته کړی شي.
په ورته وخت کې ښاغلي صالح د کوزې ارغندۍ له سرک څخه یې د مسافرو شکایتونه اورېدلي، چې په وینا یې د اول خان په نوم د لار وهونکو یو مشر نیول شوی او دویم به یې هم ډېر ژر د خپلو اعمالو سزار وګوري.
دغه راز وايي، په دې وروستیو کې د غزني په لار هم د مسافرو د شکولو او ورڅخه د غلا راپورونه تر لاسه شوي دي.
همدارنګه دی وايي، چې لوی سړګونه به د دولت په واک کې واخستل شي تر څو ښاري بسونه بېرته خپل فعالیت له سره پیل کړي.
بل خوا صالح دا هم ویلي، چې ځینې شهرت لرونکو کسانو د سیاست، اقتصاد او یا د دولت له حوزې څخه په ګټې د امنیت په خاطر لارې بندې کړې دي، چې دا د لارو د بندېدو تر ټولو ناوړه کړنلاره ده.
د هغه په وینا ښه لار دا ده، چې دغه کسان خپلې امنیتي او زرهي غرفې او موانع چې د دروازو بېرون یې اېښې د خپلو کورونو د ننه کړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال ټينګار کړي، چې امنیتي ستونزې ټول لري او دوی به هېڅ صورت د دې پلوي نه دي، چې د یوه شخص امنیتي تدابیر کمزوري کړی شي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/21607